د پرمختګ مرحلې
خپله ارزونه وکړئ او وګورئ چې کومه حلقه کې ياست. ځان له وړې سترې حلقې ته ور اچول انسان د پرمختګ لوړو پړاونو ته رسوي. د هغو دپاره چې په انګريزي نه پوهيږي لنډه ژباړه.
خړه حلقه: آرام ځای/له تکليف په امان ځای
دلته ميشته خلکو باندې سهار راځي، ماښام راځي او وخت ورڅخه ځغلي. دا خلک ژمی په پيتاوي کې او اوړی سيوري ته تيروي.
توره حلقه: د ويرې ځای
دې حلقې کې پراته خلک په تخيل کې لوړې ماڼۍ جوړوي، د پرمختګ ارمان لري خو عمل يې صفر وي. په ځان باوري نه لري، دا خلک به څه وايي تل زمزمه وي، او خپلې هر ناکامۍ دپاره ورسره د دلايلو او بهانو انبارونه وي.
د زدکړې حلقه: ددې حلقې ميشته هر وخت هلې ځلې کوي، نوي مهارتونه زده کوي، ننګونو سره مقابله کوي، ويرې ته ماتې ورکوي، ځان تکليف ته ورکوي، خپل د شوق او ساعتيرۍ قرباني ورکوي، خپل آرام قرباني کوي.
د ودې او پراختيا حلقه: د دې حلقې استوګن ته موخې، د ژوند هدف روښانه وي. پوهيږي چې له خپل ژوند څه غواړي. د ژوند هره مرحله وی هدف او موخه لري او ترلاسه کولو دپاره يې هلې ځلې کوي. د ژوند ارمانونو پسې يې خوب ورک وي، تکل او منډه ورته انرژي ورکوي.
د خپلې ټولنې مطالعې نه زما شخصي برداشت دا دی چې زمونږ حالات مونږ ته په آرام حلقه کې د اوسيدو اجازه نه راکوي او ټولنيز برخوردونه مو د ويرې د حلقې بنديان جوړوي. ويرې ته ماتې ورکول مو د زدکړې حلقې ته رسوي او دلته وخت تیرول مو په خپل سر د ودې حلقې ته ليږدوي.
زما شخصي تجربه دا ده چې د وطن ډير ځوانان د خړې او تورې حلقې منځ کې اوسيږي یا هم د دواړو ترمنځ تګ راتګ کوي. خړې حلقه ته ډيری مهال ويرې څخه ماتې خوړلو وروسته پنا وړي.
![](https://baryalitob.com/wp-content/uploads/2023/02/د-پرمختګ-مرحلې.png)