څه فکر کوې څومره باسواده يې؟
تر پوهنتون مې آخوا زده کړې کړي، په څو ژبو د دنیا خبرې کولای شم اوس شننې او څېړنې کوم، سربیره پر دې د پوهنتون استاد هم یم خو آیا دا ټول زما د باسوادۍ نښې نښانې کیدای شي، د يونېسکو یا د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګې سازمان د ورکړي ځانګړنو پر بنست آیا زه باسواد یم.
نا! ماته يونېسکو د ټولو پورتنيو ښيګڼو لرلو سره باسواده نه وايي، د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان د تعریف پر بنسټ زه لاهم با سواده نه يم.
د يونېسکو د تعریف پر بنسټ هغه کس چې لیکل او لوستل کوی شي، لوړې زده کړې يې کړي وي او خورا ډیر تحصیلي سندونه ولري د سواد له یوې وړې برخې نه برخمن دی او ددې سازمان د تعریف پربنسټ باسواده کس باید لاندې شپږ ځانګړنې ولري.
۱. عاطفي سواد
که چيري ستاسو راکړه ورکړه او راشه درشه د کورنۍ غړو، ژوند ملګرې/ملګري، بچي، مور او پلار، یاران او انډیوالانو سره مینه ناکه، نرمه، بریالی او پیاوړې وي نو تاسو د عاطفي سواده برخمن هستئ.
۲. ارتباطي سواد
د ټولنې ټولو غړو سره راشه در شه لرل، ټولنيزو اصولو او ادابو ته پاملرنه کول، د نورو حقوق مراعاتول او هغوی ته په درنښت کتل هم یو له هغه ځانګړونه یو دی چې يونېسکو د باسواده کس په پېژندلو کې ورته پام کوي.
۳. مالي سواد
باسواده کس باید دا توان ولري چې خپله مالي سرچینه، او لګښت سمبال کړي، د راتلونکې لپاره خپل پلان ولري، سپما او پانګونه وکړي.
۴. د رسنیو سواد
یواځې په پېژندلو د هغو رسنیو چې معتبرې دي او لومړی خبر خپروي بسنه ونه کړو، یو باسواده کس باید دا پوهه او سواد ولري چې سم خبر دې له ناسم خبر نه بېل کړي او په هر هغه څه يې اوري او یا هم ورته ښوول کيږي باور ونه کړي، خپله پوهه دې په دې ډګر کې هم لوړه کړي چې د ناسمو خبرونو ښکار نه شي.
۵. د پوهنې او روزنې سواد
لیکل، لوستل او زده کړه یو له بنسټیزو ځانګړنو د باسوادۍ دي، مور ولي او پلار ولي، د مور او پلار مهارت او پیاوړتیا، اولاد پالنه او روزنه هم سواد یاد کړل شوی دی
۶. د سولګر (کمپیوټر) کارونې سواد
د کمپیوټر د بنسټیزو کاریالونو کارول لکه: د سندونو مکتوبونو لیکلو، شمیر، پریزنټیشن کاریالونو کارول او هم له انټرنېټ څخه کار اخېستل د سواد یوه برخه ده.
د پورتنیو ځانګړنو پام کې نیولو سره او د یونېسکو دشمېرو له مخې یوازې ۳۴ په سلو کې نارینه او ۱۸ په سلو کې ښځینه له کافي سواده برخمن دي.
او یاد سازمان وايي ۱۱ میلیونه افغانان اوس هم له بې سوادۍ څخه کړېږي.