مِهر تاج

آغلې مهر تاج د تاج الدین لور د ۱۹۹۵ ميلادي کال د اپرېل په ۶مه په اوسنۍ خیبر پښتونخوا کې دې نړۍ ته سترګې غړولي خو اصلي ټاټوبی یې د ننګرهار ولایت مرکز، جلال آباد ښار دی.

آغلې مهر تاج لومړنۍ زده کړې له خپل والد صیب تاج الدین خان نه په خپل کور کې وکړې، بیا یې د پېښور د پوهنې په ریاست (کمشنری بیفییر سکول) کې تر لسم جومات زده کړې کړي، خو کله چې د وطن حالات ژوند کولو ته مناسب شول، له خپلې کورنۍ سره جلال آباد ښار ته راغلل او همدلته استوګن شول.

آغلې مهر تاج وطن ته له راتلو سره سم خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۳۹۲ لمريز کال يې د ننګرهار “الایي عالي” لیسې د دوولسم ټولګي د فراغت سند واخیست او په همدې کال يې د ننګرهار په مرکزي دارالمعلمین کې د اسلامي تعلمیاتو په څانګه کې ځان شامل کړ.
په ۱۳۹۵ لمريز کال له دارالمعلمین څخه فارغه، خو پدې یې بسنه ونه کړه، تر څنګ یې د ازادي سیالۍ کانکور آزموینې له لارې په کال ۱۳۹۴ د ننګرهار مرکزي پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ته په ښو نومرو بریالۍ شوه او په ۱۳۹۸ لمريز کال ترې د قضاء او څارنوالۍ څانګې نه فارغه شوه.
د یادونې وړ ده چې له دارالمعمین نه د فراغت وروسته یې د پوهنتون تر څنګ شخصي انسټیټوټ کې دوه کلن حقوق هم لوستي او د اداري اصلاحاتو څخه یې منجمنټ یا اداره شپږ میاشتینۍ کورس هم لوستی دی.

آغلې مهر تاج له اووم ټولګي راهيسې له ملي او نړۍ والو ادارو سره کار کړی. نوموړې خپله لومړنی وظیفه، يو کال په یونسيار کې د سوشل ورکرې څخه پیل کړه، د برک موسسې سره پروګرام آرګنايزره پاتې شوې، د يوه کال له پاره د NCRO موسسې ټرينره او ايميني آفسره او له TLO دفتر سره لومړی د شپږو میاشتو له پاره ایمیني آفسره او وروسته د دوو کالو له پاره ماسټر ټرینره پاتې شوې، د MSI سره یو کال ویریفیکشن ډیټا کولکشن پاتې شوې، له زردوزي سره دوه کاله په مختلفو بستونو، لکه سوپروایزر، مارکټینګ بخش، ډیزاین ټرینره او نورو ګڼو ادارو سره کار کړی…
آغلې تاج اوسمهال د ځینو شخصي مکلفیتونو ترڅنګ د ننګرهار د مدافع وکیلانو د ټولنې رسمي غړیتوب لري چې د یوې بریالۍ آزموینې له لارې ورته راغلې او ترڅنګ يې په ولسي تړون کې د نظارت و ارزیابي مدیرې په حیث دنده ترسره کوي او په خوا کې یې له ځينو رسنيو او ویب سایټونو سره هم قلمې همکاري کوي.

آغلې مهر تاج په پښتو سربېره په دري، عربي، اردو او انګلیسي ژبو د افهام و تفهیم غوره ژبه لري او د دې ترڅنګ له پورته ژبو ښې او بریالۍ ژباړې هم کولای شي. د دې تر څنګ آغلې مهر یوه پياوړې لیکواله او شاعره ده او دومره خواږه او پاخه لیکل کوي چې عمر ته په کتلو یې فکر کوې، شعر او لیکوالي ترې ډېر مشران دي.
آغلې مهر تاج ته د ژوند په هر ډګر کې بریالیتوبونه غواړم.

Spread the love

Comments are closed.

Baryalitob. WD: Zyaar